IQNA

د روژې ښې پایلې له رمضان وروسته څرنګه  ساتلی شو؟(3)

13:55 - April 09, 2025
د خبر لمبر: 3490929
ایکنا- د اسلام ګران پيغمبر (ص) په شعبانیه خطبې کې د روژې دمبارکې میاشتې ترټولو ښه عملونه؛ له الهي حرامو  څخه لیرې کیدا؛ معرفي کړي دي.

ایکنانیوز = د قرآن کریم د فرمایش په اساس ، د روژې ساتلو اصلی  علت، تقوا ته رسیدل او  دصبر اوزغم قدرت ته رسیدال دي ؛ خداوندمتعال فرمائي ؛ یا أَیها الَّذین آمنُوا کتبَ علَیکمُ الصِّیامُ کما کتبَ علَی الَّذینَ مِن قَبلِکم لَعَلَّکم تَتَّقُونَ»؛ ائ هغو کسانو  چې  ایمان مو راوړلی دی، پر تاسو روژه فرض(ولیکل)ّشوه، لکه څنګه چې له تاسو پر مخکې خلکو باندې لیکل شوې وه،هو! چې تاسو پرهیزګاره شئ  (بقره/183).    

 روژه  مختلفو اړخونه لري،  او د انسان په وجود کې له مادي او معنوي پلوه ډير آثار پریږدي، چې  له له ټولو لامهمه، تقو ا ته رسیدل دي. تقوا  په لغت کې د ؛وقایه؛ له مادې او د صبر او زغم او د ډډه کولو په معنا  ده. البته په دیني اصطلاح کې  تقوا  له بدیو او بدکارونو څخه  د ځان د ساتلو په معنا ده؛ تقوا  یو لړ درجې لري چې ترټولو ټيټه درجه ئې  د الهي حرامو په وړاندې صبر اوزغم کول دي. خو  دتقوا په  لالوړو درجو کې  له ځينو مکروهاتو څځه هم باید ډډه وشي.

د قرآن کریم له نظره ،  د خداي په نزد  ترټولو  عزتمند او قدرمن مومنان  په هغو کې ترټولو تقوا لرونکي دي.؛ِنَّ أَکرَمَکُم عِندَ اللَّه أَتقاکُم»؛ په تاسو کې ترټولو  کرامت لرونکي هماغه په تاسو کې ترټولو تقوا لرونکي دي(حجرات/۱۳)

د خدای رسول (ص)په هغې خطبې کې چې له روژې مبارکې میاشتې مخکې ئې وړاندې کړې، او په شعبانیه خطبې مشهوره ده او په دغې میاشتې کې ئې ترټولو ښه عمل د ؛ګناه پریښودل؛ معرفي کړي دي.هغه بزرګوار په دغې خطبې کې په دغې مبارکې میاشتې کې عبادتونو او فضیلتونو  او دهغو مستحباتو ترسره کولو ته اشاره کوي؛ خو په نهایت کې د حضرت امام علی علیه السلام  دپوښتنې په ځواب کې چې پوښتنه ئې کړې؛ یا رسول الله ! په دغې میاشتې کې ترټولو ښه عمل څه شی دی؟ وفرمائيل؛ أَفضَلُ الأَعمَالِ فِی هَذَا الشَّهرِ الوَرَع عن مَحَارِمِ اللَّه؛  په دغې میاشتې کې ترټولو غوره عملونه،د الهی محرماتو پریښودل  او ورڅخه ډډه کول دي.::

 اوس څرنګه ګناه نه کول او الهي حرام کارونه چې په روژې مبارکې میاشتې کې مو پریښودلي دي، په ټول کال کې ئې څرنګه ساتلی  شو.؟یوه لاره ئې دا ده چې په ټول کال کې روژې ساتلو ته دوام ورکړو.د کال په ځينو ورځو کې روژې ساتلی شو او  د روژې له ګټو څخه چې په  روژې مبارکې میاشتې کې مو لاس ته راوړي دي،بیا ورڅخه ګټه پورته کولی شو.

https://iqna.ir/en/news/3492550

captcha